په دې ګوندونو کې عوامي نشنل ګوند، جماعت اسلامي، پپلز ګوند او ځینې ازاد سیاستوال هم شامل دي.
دوی وايي، په مجموعي توګه د انتخاباتو کمېشن له خوا د نویو حلقه بندیو پر خپاره کړي فهرست اعتراض نه شته خو ځینې داسې حلقې جوړې شوې دي چې دوی ته پکې د منلو وړ نه دي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کميشن د د ۲۰۱۷م کال د سرشمېرنې له مخې ددوشنبې په ورځ د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره د نویو حلقه بندیو فهرست خپور کړ.