د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې دوه کسان وژلي دي


د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې نن [سېشنبه] سهار د جلال اباد د ګمرګ په سیمه کې د تیلو په یوه ټانکر کې د شوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګياڼي مشال راډيو ته وویل چې د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ هټيو هم اور اخېستی چې میلیونونه افغانۍ مالي زیان يې اړولی دی.

خوګیاڼي دا هم وویل چې اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته پر وخت د اور وژنې عمله ورسېده چې اوس مهال اور مهار شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG