د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د اچین ولسوالۍ په لنډي باندر سیمه کې د یکشنبې پر ورځ غرمه مهال د جیټ الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې اوه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې په برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.