د بحرین سني برلاسی حکومت وايي چې د شیعه وسله والو د یوې شبکې ۱۱۶ مشکوک غړي یې نیولي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شوي کسان د هغې شبکې غړي دي چې ایران جوړه کړې او ملاتړ یې کوي.
د هغه وزارت په خبرپانه کې چې د خالي په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې مشکوکو کسانو د بحرین امنیت او اقتصاد ته د زیان رسولو لپاره پر امنیتي ځواکونو او د تېلو پر مهمو تنصیباتو د حملو پلان درلود.
د بحرین حکومت ادعا کوي چې د شیعه وسله والو دا شبکه د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ډلې جوړه کړې ده.
خو د ایران حکومت دا تورونه رد کړي دي.