د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د کډوالو ستنېده دوام لري


له افغانستانه د شمالی وزیرستان د کډوالو واپسۍ لړۍ نن پر شپږمه ورځ دوام لري.

انتظامي چارواکي وايي په تېرو پنځو ورځو کې ۵۸۴ کورنۍ له خوست څخه د غلام خان بندر له لارې د بنو بکا خیلو کیمپ ته رسول شوي دي.

چارواکي وايي د ورستنو شویو کډوالو شمېر ۲۶۸۴ دې.

چارواکي وايي له کډوالو غوښتنه کوي چې تر اویا کورنیو پورې دې هره ورځ د غلام خان بندر ته ورځي.

له خوست نه د شمالي وزیرستان کډوالو د ستنولو په دغه دویم پړاو کې به د انتظامیې په وینا ۴۳۲۹ څلور زره درې سوه نهه ویشت کورنۍ واپس کورونو ته لیږي.

د ۲۰۱۴م کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شول او په زرګونه پکې خوست ، پکتیا او پکتیکا ته ور واوښتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG