د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او نورو د روسي ولسمشر د څرګندونو په اړه اندېښنې ښودلې


د امریکا ولسمشر ډونلدټرمپ ، د فرانس ولسمشر اېمانول میکرون ، د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل او د ناټو مشر د روس د ولسمشر ولادیمیرپوتین د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روس ولسمشر د مارچ پر لومړۍ نېټه ، خپل ولس ته په کلنۍ وینا کې وویل چې هېواد يې نوې وسلې جوړې کړې دي.

پوتین دعوهوکړه چې نوې وسلې یې د نړۍ په هرکونج کې نښه وېشتلائ او د امریکا دمزائیلو دفاعي سیسټم ناکاره کولائ شي.

د جرمني د حکومت په بیان کې چې پرونخپور شو، ویل شوي چې مېرکل او ټرمپ په دې اړه ټلیفوني خبرې کړې او ویلي یې دي چې داسې وسلې به د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي پر نړیوالو هڅو ناوړه اغېز وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ د فرانس له ولسمشر اېمانول مکرون سره ټلفوني خبرې کړې او دواړو مشرانو د دپوتین د دې وینا په اړهاندېښنه څرګنده کړې ده.

د ناټو ویاندې پرون په یوه بیان کې چې تفصيلاتیې رويټرز خبري اژانس خپاره کړل، ویلي چې دناټو په اړه د پوتین خبرې تخریبونکې دي او د منلو وړ نه وې.

دناټو په بیان کې ویل شوي چې روس په يورپکې د امریکا او ناټو د مزايلو د ګډ دفاعي سیسټم هدف نه دی او دا تړون په يورپکې د سړې جګړې بیا پېل یا د وسلو مقابلهنه غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG