په سلواکیا کې پرون زرګونو کسانو د یو تحقیقاتي خبریالیان کوچیاک د درناوي لپاره په لاریون کې ګډون وکړ.
یان کوچیاک او د هغه د ژوندملګرې، مارټینا کوشنیرووا تېره اونۍ وويشتل شول.
پولیسو د هغوی مړي د فبرورۍ پر ۲۵مه ، د سلواکیا د پلازمېنې ، براتیسلاوا په ختيځ کې د هغوی له کوره پېدا کړل.
په براتیسلاواکې ولسمشر اندرې کیسکا شا او خوا ۲۵۰۰۰ راټولو شویو کسانو ته د دواړو وژل شویو کسانو د درنښت لپاره د یو منټ خاموشۍ اختیارولو وویل.
د اروپايي ټولنې پهنورو ښارونو لکه لندن، پاریس، برسلز کې خوا او شا ۵.۴ ملین کسانو لاریونونه وکړل او په سخته یخنۍ کې یې د وژل شویو په یاد کې شمعې بلې کړې.
بلخوا د بې پولې خبریالانوسامان د مارچ په دویمه د اورپايي ټولنې مشرانو ته د کوچیاک د وژنې په لړ کې د خبریالانو د نه تحفظ په اړه خبردارې ورکړ.
اندرېپه وروستیوکې، د سلواکیا په ختیځ کې د اټليمافیايي ډلوپرفعالیت اوله وزيراعظم سره دهغوی د ارتباط په اړه پر یوه رپورټ کار کاوه .