د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه وايي د روس او اوکراین منځګړیتوب کوي


اروپايي ټولنهوايي، د روس او اوکراين ترمنځ د ګيسو پر سر د نوې لانجې د حل لپاره به منځګړیتوب وکړي.

د یادې ټولنې مرستیال مشر، ماروش ستیفاونوویچ ويلي چې د لانجې د حل لپاره به د اوکراین او روس د انرژۍ له وزیرانو سره خبرې وکړي.

د هغه ویاندې، انا کایسا ایتکونن، پرون په برسلز کې خبریالانوته وویل چې د اوکراین د بهرنیوچارو وزارت غوښتنه کړې چې د روس او اوکراین په ګډون د درې اړخیزو خبروپه پېل کې مرسته وکړي.

د روس د ګيسو حکومتۍ کمپنۍګازپروم د زیارتپه ورځ اعلان وکړ چې اوکرایین ته د قدرتي ګيس استول له سره نه پېلوي چې له امله یې اوکرایین مجبور شوی چې په یخنيکې خپلو خلکو ته ګيس ورکولکم کړي.

په اوکرایین کې زیات سکولونه او پوهنتونونه تړل شوي او د کییف اوماسکو ترمنځ یې یو وار بیا لانجه پېل کړې ده.

د اوکرایین وزيراعظم پرون په ټلوېزیوني وینا کې خلکوته وویل چې د پولیند د ګېسو له دولتي شرکت سره یې په بېړني ډول قرارداد کړی

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG