د خيبر پښتونخوا د توانايي اداره ادعا کوي چې د صوبې په ۱۲ ضلعو کې يې ۳۰۰ واړه بجلي ګرونه جوړ کړي دي.
د يادې ادارې د منصوبه بندۍ مشر عارف الله شاه د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د یوې منصوبې له مخې د اوبو په زریعه ۳۵۶ واړه بجلي ګرونهجوړول وو چې اوس پکې ۳۰۰ مکمل شول.
د دې منصوبې پيل په ۲۰۱۴م کال کي شوی وو چې ۴.۷ اربه روپۍ خرڅ پرې راغلی او د خيبر پښتونخوا د غرنیو سیمو څه د پاسه دوه نيم لکه خلکو ته به ګټه ورسوي.