د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اعلا وزیر پروېز خټک د ۳۰۰ ډېمونو جوړولو دعوه


د خيبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک د زیارت په وررځ په پېښور کې د يوې خبري غونډې پر مهال دعوي کړې چې په صوبه کې یې چې کوم د ۳۵۶د اوبو وړو بجلي ګرونو منصوبه پيل کړې وه په هغه کې ۳۰۰ منصوبې مکملې شوي دي.

په پېښور کې د صوبايي حکومت د انتظام لاندې چليدونکې د توانايي ادارې د منصوبهبندۍ مشر عارف الله شاه وايي، په دې کې ۳۰۰ منصوبې مکملې شوې چې د واړو پن بجليګرونو پروژه بلل کېږي او د نېږدې ۳۶ مېګا واټه بجلۍ موندلو وړتیا لري. (په دغو کې چې کوم ۳۰۰ پن بجلیګرونه جوړ شوي دي، هغه په بر او کوز دير، بونير، شانګله، سوات، مالاکنډ، کوهستان، مانسهره او بټګرام، ايبټ اباد او چترالکې دي. په دې منصوبه صوبايي حکومت پیسې ولګولې خو دا به اوس ولس په خپله چلوي.)

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې عوامي نېشنل ګوند سید جعفر شاه چې د توانايي قایمه کمېټۍ غړی هم دی وايي، د دې منصوبو په اړه ځمکنی حقيقت د وزير اعلا د دعوو بالکل برعکس دی.

(د قایمه کمېټۍ په راتلونکې غونډه کې به په دې اړه بحث کوو او کېدای شي موږ هغو سیمو ته دورې وکړو چېرته چې حکومت د دې منصوبو د جوړولو دعوې کوي. دا نه ډيمونه دي نه بجليګرونه دي او نه بندونه دي بلکې دا له پخوا راهيسې په هغو سیمو کې خلک په خپله جوړوي چېرته چېاوبه تېزې بهېږي. زما په اند دا ډول منصوبې که نيک نيتۍ سره تر سره شي نو که حکومت د هر چا وي بايد چې ملاتړ ي وشي.)

په پېښور کې د پا کستان او امریکا انرژۍ د پرمختللو مطالعاتو مرکز پروفېسر ډاکټر تنوير احمد وايي که څه هم له دې منصوبو نه ولس خوشاله دی چې په سیمو کې يې بجلي راغله خو له تېکنيکي پلوه دا پايداره منصوبه نه ده.

(اوس اوس د دې پروژې د کره کتنې په موخهموږ د يو اېس اېډ په مالي مرسته د ۳۰ زرو ډالرو يوه پروژه پيل کړې ده چې پکې سوات او شانګله کې موږ نهه سیمې منتخب کړې وې هلته زموږ د مرکز زده کونکیو او ماهرينو دوره هم کړې وه. په دې اړه موږ یو مفصل راپور برابر کړی دی چې له مخې یې د دې منصوبو کار کردګي ډېره کمزورې ده خو ولس ترې خوشاله دی.)

ډاکټر تنوير زیاتوي، که په دې منصوبو کې کارېدونکي ټرباينونه د اعلا معیار ولګول شي نو ترې ډېرې ګټې اخېستل کېدلی شي خو د ده په خبره دا مهال په موجوده منصوبو کې د دې اعلا معیار خيال نه دی ساتل شوی.

XS
SM
MD
LG