د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پلاوي د افغانستان پرمختیا کې د همکاریو ډاډ ورکړ


د امریکايي حکومت یوه پلاوي پرون له ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات کې له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

بېګا ماښام د ولسمشر له دفتره خپاره بیان کې راغلي چې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا د دفتر مشرې لیزا کرټېس ویلي، واشنګټن د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ عملي کولو ته ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي. بیان وايي، ولسمشر اشرف غني له امریکايي پلاوي سره د لیدو پر مهال وویل، د امریکا دې ستراتیژۍ په سیمه کې بدلونونو ته لار پرانیستې نو ځکه باید له دې څخه د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره زیاته ګټه واخیستای شي.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اګست کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG