د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبا د پاکستان سېنېټ لپاره ۵۲ نوي غړي ټاکل کېږي


د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال له انتخاباتي قانون سره سم، د سېنېټ په اوسنیو انتخاباتو کې له پنجاب او سینده ۱۲، ۱۲، له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه ۱۱، ۱۱، له قبایلي سیموڅلور او له اسلام اباده دوه کسان ټاکل کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سبانیو ټاکنو لپاره د ۱۳۵ کسانو نوماندۍ منظورې کړې دي چې پکې یوه ښځه هم د عمومي څوکۍ لپاره له سړیو سره ازاده سیالي کوي.

د الېکشن کمېشن د افسرانو په موجودګۍ کې سبا په څلور واړه صوبايي اسمبلیو کې رایې اچول کېږي چې له صوبو نه کسان منتخب کړي. د قبایلي سیمو او اسلام اباد د سېنېټرانو د انتخاب لپاره په قامي اسمبلۍ کې ووټونه اچول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG