د پاکستان سپر ليګ کرکټ سياليو ۱۰مه ۲۰ اووريزه لوبه نن [پنجشنبه] ماخستن په شارجه کې وشوه چې پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز سره مخامخ ول. د لوبې پچه زلميانو وګټله او ګليډيېټرز ته يې د لومړی د توپ وهلو [بېټنګ] بلنه وکړه.
د کويټه ګلېډيېټرز لوبغاړو په ټاکل شوو ۲۰اوورونو کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او اته لوبغاړي يې وسوځېدل. د دوی له اړخه واټسن تر ټولو زياتې ۴۷ او ورپسې روسو ۳۷ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې پېښور زلميانو ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په ورکولو په ۲۰م اوور کې تر سره کړ. د زلميانو له اړخه تر ټولو زياتې منډې تميم اقبال ۳۶ او محمد حفيظ ۲۹ جوړې کړې.
د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی د پېښور زلمي لوبډلې کېپتان ډېرن سېمي وټاکل شو. نوموړي دوه لوبغاړي وسوځول او پر پنځو توپونو يې ۱۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان سپر ليګ په لړ کې ۱۱مه لوبه سبا [جمعه] په شارجه کې د پېښور پر وخت مازيګر څلور نيمې بجې د کراچي کينګز او ملتان سلطان تر منځ کېږي.
په دې سياليو کې ټولې شپږ لوبډلې برخه اخلي. تر دې دمه تر ټولو زياتې لوبې کراچي ګينګز ګټلي. بلخوا د لاهور قلندريان تر ټولو شاته پاتې دي.
روانۍ سيالۍ د فبرورۍ پر ۲۲مه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پېل شوې او د مارچ تر ۲۵مې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې پايلوبه به د پاکستان په کراچي ښار کې د مارچ پر ۲۵مه تر سره شي.