د افغانستان، امریکا او هند لوړ پوړیو ډپیلوماټونو د سېشنبې په ورځ په کابل کې خپلو کې درې اړخیزه غونډه کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل بهیر تر غونډې مخکې د درې واړو هېوادونو پلاویو د وروستیو بدلونونو او د انرژۍ، تجارت او اقتصاد په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د امریکا پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت لومړۍ سلاکارې الیس وېلز او د هندي پلاوي مشري د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دیپک میتال کوله.
د افغانستان له لوري د پلاويمشري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کوله.