د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: کورمه والو خپل پرلت پای ته ورساوه


د کرمې ايجنسۍ خلکو په پېښور کې خپله درې ورځنۍ ناسته ختمه کړې او وايي له پوليټيکلۍ او ګورنر څخه یې خپلې غوښتنې په ليکلې بڼه اخېستې دي. د پرلت/دهرنې مشران وايي له وفاقي حکومته چې د دوی کومې غوښتنې دي نو د هغې په لړ کې به ډېر زر له ګورنر سره ملاقات وکړي.

د منځنۍکورمې ایجنسۍ خلکو خپله احتجاجي ناسته پرون ناوخته ختمه کړه. د دې احتجاجیانو مشر عبدالخالق پټان مشال راډیو ته وویل چې له پوليټېکل، فاټا سکټرېټ او ګورنر هاوس چارواکو سره د کاميابو مذاکراتو وروسته د دوی کومې دوه غټې غوښتنې وې لکه د پوځي عملیاتو پرمهال د وران کړل شویو کورنو معاوضه او له کډوالو سره مالي مرستې، نو هغه ومنل شوې ځکه يې خپله دهرنا ختمه کړه.

ياده دې وي چې له دې مخکې د دهرنې ګډونوالو مشال راډيو ته ويلي وو چې له حکومته پنځه غوښتنې لري چې پکې د پوځي عملیاتو پرمهال د ورانو شویو کورنو معاوضه، له کډوالو سره مالي مرستې، په دغه سیمه کې اوسېدونکي د خیبر ايجنسۍ هغه خلک چې دغلته اوسېږي، د هغوی هم دغلته اندارج او مرستې ورکول، د شناختي کارډونو جوړولو سهولت او یا دې سیمې ته د ترقیاتي فنډ ورکول شامل دي.

خو په دغه پرلت کې ناست د فاټا زده کونکو سازمان یو مشر شوکت عزيز وايي چې د دهرنې له ګډونوالو سره دوکه شوې او د دوی هېڅ قسمه غوښتنې نه دي منل شوې.

د منځنۍ کورمې د مظاهرینو دا دهرنا د اتوار په ماځیګر پر داسې حال شور شوې وه چې د امنیتي ستونزو له وجې په منځنۍ کورمه کې د ۲۰۱۳م کال عام انتخابات نه دي شوي او دغه سیمه تر اوسه په قامي اسمبلۍ کې نمایندګي هم نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG