د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز د مسلم لیګ ن دایمي او شهباز لنډمهالی مشر وټاکل شو


د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم لیګ ن پخوانی مشر نواز شريف د ټول عمر لپاره د ګوند رهبر وټاکل شو او د نوموړي ورور او د پنجاب اعلا وزير شهباز شريف یې د ګوند لنډمهالی مشر وټاکل شو.

د ګوند د مستقل مشرتابه لپاره به ټاکنې د مارچ پر شپږمه نېټه کېږي. دا پرېکړه نن سېشنبه په لاهور کې د ګوند مجلس عامله وکړه.

پاکستان سپريم کورټ د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه نواز شريف د ګوند مشرۍ لپاره نااهله اعلان کړی وو.

له دې وړاندې د ۲۰۱۷م کال د جولای پر ۲۸مه نېټه سپريم کورټ د پاناما اسنادو په مقدمه کې د شتمنيو نه څرګندولو په تور نواز شريف د وزيراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG