د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر وزیرستانۍ کورنۍ له غلام خانه واوښتې


پراګ - د ګل یا دوشنبې پر ورځ له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو دویم پړاو پیل شو.

د پولېټيکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، دوی د ۵۰ کورنیو د ستنولو پلان جوړ کړی وو خو د دوشنبې پر ورځ ټولې ۴۶ کورنۍ یې له غلام خانه واړولې چې د بنو د بکه خېلو کیمپ ته په رسېدو به یې نوملیکنه کېږي او بیا به په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو ته ستنېږي.

د شمالي وزیرستان پولېټیکل اېجنټ کامران اپریدي د خالي پر ماښام مشال راډیو ته ویلي ول، له افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي او په خوست او پکتیا کې اوسېدونکي وزیرستانیان د غلام خان له لارې خپلو کلیو ته ستنوي. ده ویلي ول په دې پړاو کې ټولې ۴،۳۲۹ کورنۍ خپلو کلیو ته لېږدوي.

د اپریدي په خبره، ستنېدونکو کورنیو ته ډوډۍ، ټرانسپورټ او طبي اسانتیاوې ورکوي او پر غلام خان د انتظار پر وخت یې د ښځو او سړیو لپاره بېل بېل ځایونه جوړ کړي دي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله لاکونه کسان کډوال شول چې زیاتره یې بنو او د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته ولاړل خو زرګونه کورنۍ افغانستان ته واوښتې.

XS
SM
MD
LG