د ګل یا دوشنبې پر ورځ له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو دویم پړاو پیل شو. د پولېټيکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، دوی د ۵۰ کورنیو د ستنولو پلان جوړ کړی وو خو د دوشنبې پر ورځ ټولې ۴۶ کورنۍ یې له غلام خانه واړولې چې د بنو د بکه خېلو کیمپ ته په رسېدو به یې نوملیکنه کېږي او بیا به په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو ته ستنېږي.
وزیرستانیان له افغانستانه خپلو کلیو ته ستنېږي
۱
د وزیرستانیانو د ستنېدو بهیر د دوشنبې پر ورځ پیل شو
۲
چارواکي وايي په دې پړاو کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ ستنوي
۳
د ګل پر ورځ ۴۶ کورنۍ له غلام خانه واوښتې
۴
وزیرستانیان د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو له کبله بېکوره شوي ول