د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید دوه تنه وژلي دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارات وايي د شنبې په سهار د کابل ښار په ششدرک سیمه کې يو ځانمرګي برید دوه تنه وژلي او لږ تر لږه ۶ کسا ن يې نور تپي کړي دي.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل چې پېښه شااوخوا اته نیمې بجې هغه مهال وشوه چې یو پلی کس په ځان پورې تړلي بارودي مواد د يوې حکومتي ودانۍ له لويي دروازې سره وچاودل.

د پېښې ځای د کابل ښار تر ټولو خوندي سیمه ده چې د ملي امنیت دفترونو ترڅنګ یوشمېر نورې مهمې ادارې هم په کې موجودې دي.

د دې برید زمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG