د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار عبدالمنعیم نااهله کړ


د پاکستان ستر عدالت د خیبر پښتونخوا شانګلې ضلعې د صوبايي اسمبلۍ غړی او د اعلا وزیر د سېلګرۍ سلاکار عبدالمنعیم نااهله ګرځولی دی او امر یې کړی دی چې له نوموړي دې ټول سرکاري مراعات او تنخواګانې بیرته واخېستل شو.

د شانګلې ضلعې اوسېدونکی شېرعالم خان چې له مسلم ليګ ن سره يې تعلق دی، مشال راډيو ته ويلي چې درې کاله وړاندې دوی د شانګلې د پي کې له اته اتيایمې حلقې منتخب صوبايي اسمبلۍ آزاد غړي عبدل

منعيم چې وروسته يې په واکمن ګوند پي ټي ای ګډ شو، پرضد په عدالت کې کېس جمع کړی وو چې دغه تن د تعليم محکمې استاد وو او چې کله يې ټاکنې وګټلې وروسته يې دغه څوکۍ پرېښوده.

شيرعالم خان زياتوي چې شانګله ډېر پسمانده ده او يوشمېر ستونزې لري. نوموړی ادعا کوي چې په دغه سيمه کې درغلي کېږي او دوی د سيمي د مفاداتو لپاره دغه کېس په خپل لګښت یا خرچه چلولی دی.

د شانګلې یو خبريال فضل سبحان وايي چې عبدالمنعيم د کوهستان د لیرو پرتو سیمو په سکولونو کې استادي کوله چې ډېری استادان پکې کار یا څوکۍ نه کوي.

په دغه اړه مشال راډيو له سزا شوي صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالمنعيم سره بيا بيا د رابطي هڅه وکړه خو هغه هېڅ بیان نه ورکولو.

شېرعالم چې دغه کېس وړاندې کوي وايي چي د پخواني صوبايي غړي عبدالمنعيم پرضد به د شانګلې په تاڼه کې د درغلي رپورټ هم درجوي او هڅه به کوي چې په پولیس یې ګرفتار کړي.

XS
SM
MD
LG