د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د دوو وزیرستانیانو په مرګ احتجاج


د وزیرستان ځوانانو د جمعې ورځ په بنو کې په یوه لاریون کې له پاکستاني دولته غوښتنه وکړه چې د دوی د ځوانانو د وژنې مخه دې ونیول شي، او قاتلان دې یي ګرفتار کړل شي.

د دوی په وینا د زیارت/پنجشنبې ورځ د بنو منډان سیمه کې د وزیرستان [شوا سیمې] یو اوسېدونکی شریف الله درې کسانو په چړو وهلی او وژلی يې دی، چې د درو کسانو پر ضد ایف ای ار هم درج شوی، خو قاتلان لا نه دي نیول شوي.

د وزیرستانیو ځوانانو په خبره څو ورځي وړاندې د وزیرستان [غلام خان سیمې] یو بل اوسېدونکې اختر نواز پولیسو له هوټله اوچت کړی وو او په حوالات کې يې بند کړی وو خو په حوالات کې یې ناڅاپه صحت خراب شوی او روغتون ته په رسېدو سره يې ساه ورکړې. د پولیسو په وینا ډاکټرانو رپورټ ترمخه نوموړي ته د زړه دوره شوې.

د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم غړی اسدا لله شاه وايي پولیس دي په ډاګه کړي چې په کوم تور يې اختر نواز حوالات ته اچولی وو او نور دې د دوی د ځوانانو وژنې بند کړل شي.

عطا الرحمان وايي اختر نواز د پولیسو په حوالات کې ساه ورکړي او د هغه د مرګ طبي پلټنې دې وکړل شي. دی وايي د زیارت په ورځ یې یو بل ځوان په چړو ووژل شو چې قاتلان يې نه دي نیول شوي.

د بنو پولیس وايي چې پرون د وزیرستان ځوان چې وژل شوي د هغه د وژني پرضد يې په درې کسانو ایف ای ار درج کړی دی او ژر به ګرفتار کړل شي. د پولیس په خبره درې واړه ملزمان وروڼه دي او د منډان اوسېدونکي دي.

دوی وايي د دغه کسانو له یو بل سره معمولي تکرار شوی وو چې بیا درې کسانو د وزیرستان دغه ځوان شریف الله په چړو وهلی دی. پولیس وايي څو ورځې وړاندې د وزیرستان ځوان اختر نواز د زړه دورې له امله ساه ورکړې، او هغه یې له هوټله د شک په بنیاد اوچت کړی وو، خو په حوالات کې يې صحت ناسازه شو، او روغتونه ته يې انتقال کړ، چې هلته د ډاکټرانو د رپورټ ترمخه نوموړي ته د زړه دوره شوې.

د وزیرستان ځوانان د پېښې پلټنو غوښتنه کړې او وايي چې د ښار تاڼې اېس اېچ او بنیامین دې له دندې لیرې کړل شي، او نور دې دولت د دوی د ځوانانو د وژنې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG