د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له اټومي تړونه د وتو دړکه کړې


ایران خبردارې ورکړې، که د نړۍ له طاقتورو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ز کالاټومي تړون ور ته څه اقتصادي ګټه نه رسوي او لویو بانکونوله تهران سره په سوداګرۍ کولو کې پاتې راتلو ته دوام ورکړ نو له دغه تړونه به ووځي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عرقچي نن په لندن کې ویلي چې که د تړون په اړه اوس هم د غیر یقینۍ او ګډوډۍ پالیسي برقراره وه، که کمپنۍ او بینکونه له ایران سره کار نه کوي نو په داسې یوه تړون کې نه شي پاتې کېدلی چې د دوی لپاره ګټه ور نه وي.

د ایران او نړۍ شپږو طاقتورو هېوادونو بریتانیا، چین، فرانس، جرمني، روس او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال، په جولایي کې د تړون له مخه تهران ژمنه وکړه چې په نړیوالو اقتصادي بندېزونو کې د نرمښت په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدودوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG