د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د بار وړونکو ګاډو ناڅرګند برخلیک!


د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په تورخم کې د افغان سوداګرو بار وړونکي ګاډي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په تورخم کې دا مهال سلګونه سوداګریز بار وړونکي موټر بند پاتې دي.

ده زیاته کړه:

"له یوې خوا کوم توکي چي راغلي او ګمرک کې د تخلیې امکانات نه‌لري، په سرحدي ګمرک کې دوی ته باید اجازه ورکړي څو جلال‌اباد پورې راشي، له بلې‌خوا له دې لوري چې خالي لارۍ ځي پاکستان ته په سخته اجازه ورکوي چې لاړ شي فساد اوج ته رسېدلی او له هر موټر نه ۵۰ تر ۶۰ زرو کلدارو پورې اخلي."

نوموړي وویل د مشرانو جرګې له رئیس او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره‌یې خبرې کړي او هیله‌مند دي چې دا ستونزه هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG