د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیمي: پر انټرکانټینېنټل هوټل د برید په اړه څیړنیز راپور بشپړ شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر انټرکانټینېنټل هوټل د وسله‎والو د برید په اړه د حقیقت موندونکې ډلې د څېړنو راپور بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ولسمشر ته وړاندې شي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته د دې څېړنو د نتایجو په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې‌وویل، کله چې ولسمشر اشرف غني ته د دې برید په اړه د څېړنو راپور وړاندې او تأیید شي، جزئیات به‌ یې له خلکو سره شریک شي.

یوه میاشت مخکې په کابل کې څو تنه وسله‎وال وتوانېدل چې له زیاته اندازه وسلو او مهماتو سره د انټرکانټینېنټل هوټل له امنیتي تلاشیو تېر شي او په هوټل کې دننه پر مېلمنو برید وکړي.

په دې برید کې وسله‎والو د هوټل تر ۲۰ زیات کورني او بهرني مېلمانه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

  • وسله‎وال څنګه وتوانېدل چې د کابل دې مهم هوټل ته چې شااوخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي لاره پیدا کړي؟

دا هغه پوښتنه ده چې د یوې میاشتې په تېرېدو هم لا امنیتي چارواکو ورته ځواب نه‎دی ویلی.

البته د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا حمله وسله‎والو طالبانو په پاکستان کې پلان کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG