د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمد شاه د وژنې پرضد باجوړ کې بیا ولس راوتلی


په باجوړ کې سلګونه خلکو نن بيا په یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کړې چې په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان احمد شاه منصور قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

نن د باجوړ په صديق اباد پاټک کې د قبايلي مشر حاجي اکبر جان په مشرۍ مظاهره وشوه چې پکې د ټولو سياسي ګوندونو ځايي مشرانو، مدني سازمانونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ګډون وکړ.

ښاغلي پښتین مظاهره چیانو ته په خپله وينا کې وويل چې دوی به په سوات کې د پرامنه لاریون کوونکیو خلاف د درج شوي ايف ای ار پرضد په ۲۵ مه فبرورۍ یوه لویه احتجاجي مظاهره کوي. د اتوار پر ورځ سلګونه کسانو په سوات کې پر امنیتي پوستو د ځورونو خلاف مظاهره کړې وه.

احمد شاه منصور
احمد شاه منصور

د باجوړ له ماموندو سره تعلق لرونکی احمد شاه منصور چې د کراچۍ پوهنتون زده کونکی وو،د فبرورۍ په ۱۵مه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او په ۱۷ مه فبرورۍ یې مړی وموندل شو چې پرې تشدد شوی وو.

کراچۍ کې د وژل شوي پښتانه ځوان خلاف باجوړ کې ولس راپارېدلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

XS
SM
MD
LG