د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د وژل شوي پښتانه ځوان خلاف باجوړ کې ولس راپارېدلی


په باجوړ کې سلګونه خلکو نن د نهې/ سه شنبې پر ورځ په خپل یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان احمد شاه منصور قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

د باجوړ له ماموندو سره د تعلق لرونکي احمد شاه ورو وايي،د فبرورۍ په ۱۵ یې ورور په کراچۍ کې تښتول شوی وو او په ۱۷ مه فبرورۍ یې مړی وموندل شو چې پرې تشدد شوی وو. نوموړی وايي له حکومته يې غوښتنه ده چې زر تر زره دې دده د رور قاتلان ونيول شي.

''زما ورور چې د کراچۍ پوهنتون زده کونکی وو، ډېر په بې دردۍ سره وژل شوی. زما ورور بې ګناه وو. زما د پاکستان له وزيراعظم، پوځ مشر او چيف جسټس څخه خواست دی چې زما رور ته دې انصاف ورکړي.''

د کراچۍ پوهنتون پښتون ځوان احمد شاه چې ناڅرګندو کسانو وژلی دی
د کراچۍ پوهنتون پښتون ځوان احمد شاه چې ناڅرګندو کسانو وژلی دی

د باجوړ په عنايت کلي کې نن د مظاهرې يو مشر ظفرخان وويل چې سبا چارشنبه له به خپلې احتجاجي مظاهرې شورو کوي او تر اسلام اباده به ځان رسوي: ''سبا په ناوګۍ کې زموږ مظاهره ده بيا به کراچۍ او همداراز اسلام اباد ته د تلو هڅه کوو.''

د مظاهرې ګډونوالو وويل چې د جنورۍ په ديارلسمه نېټه هم د باجوړ د ماموندو دوه کسان چې اول خان او ضياالرحمان نومېدل په لاهور کې يې مزدوري کوله چې د داتا دربار مخې ته د ځينو کسانو په ډزو ووژل شول.

کراچۍ کې د وژل شوي پښتانه ځوان خلاف باجوړ کې ولس راپارېدلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

​د باوجوړ په عنايت کلي کې نن د ترسره شوې مظاهرې يو بل مشر نور خان دراني مشال راډيو ته وويل چې د احمد شا منصور په ګډون په لاهور کې د وژل شویو دوو باجوړو ځوانانو قاتلان دې هم ونيول شي:

''داسې يو بلا راپورته شوې چې يوازې پښتنانه خوري. که په کراچۍ کې وي، که په لاهور کې وي چېرته چې هم وي، يوازې پښتانه وژني. بايد موږ د دې خلاف يو موټی شو ګنې په لکونو مړه شو او نور به هم مړه کېږو.''

احمد شاه منصور چې د باوجوړ د ماموندو د موخې سيمې اوسېدونکی وو په کراچۍ پوهنتون کې د شاړلسم جماعت زده کونکی وو چې د فرورۍ په ۱۵ مه په کراچۍ کې تښتول شوی وو چې په ۱۷ مه يې مړې وموندل شو. لا هم حکومت،پوليسو او نورې رياستي ادارو نه دي ويلي چې احمد شاه چا وژلی خو دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۳ مه په کراچۍ کې د جنوبي وزيرستان د يو ځوان نقيب مسيد د وژنې پر ضد ړومبې لاريونونه او بيا د فبرورۍ له لومړۍ نېټې په اسلام اباد کې دهرنا پیل شوه او په دې شرط یې خپل پرلت ختم کړ چې حکومت یې غوښتنې په ليکلی بڼه ومنلې.

XS
SM
MD
LG