د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ډله ییز قبر موندل شوی


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وايي، چې د پچیر و اګام ولسوالۍ له پاس پچیره شاوخوا پینځلس میاشتې پخوا داعش وسله والو لس تنه ملکي وګړي له ځانه سره بیولي ول چې نن یې د اتو تنو ډله ییز قبر د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سرخاب سيمه کې موندل شوی. د هغوی مړي خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او دوه تنه یې لا هم لا ورک دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې هم د نهو تنو ډله ییز قبر موندل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG