د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې د دوو قومي مشرانو په ګډون درې تنه وژلي


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وايي، نن سېشنبه شاوخوا دولس بجې د جلال اباد ښار دویمې حوزې اړوند د یوه هوټل په دویم پوړ کې د حصارک ولسوالۍ د قومي شورا په دفتر کې د چاودنې له عمله درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په وژل شویو کې د حصارک ولسوالۍ دوه تنه قومي مشران ملک ظفر او ملک جلیل هم شامل دي.

د پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG