د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې الوتکه لوېدلې، ۶۶ کسان وژل شوي


د پېښې د ځای نقشه
د پېښې د ځای نقشه

پراګ ـ د ایران سرکاري رسنۍ وايي، د اصفهان په غرییزه سیمه کې د ایراني شرکت یوه الوتکه غورځیدلې چې پکې ناست ټول ۶۶ کسان وژل شوي دي.

د بیړنیو خدماتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، الوتکه د تهران له مهر اباد هوايي ډګر څخه جنوب لویدیځ ښار یاسوج ته روانه وه چې له سمیرم سره نږدې په زګروس غرونو کې وغورځېده.

د حادثې سره مخ شوې دوه ماشینه ATR 72 ټربو الوتکه د ایران د اسمین هوايي شرکت پورې مربوط وه. د هوايي شرکت ویاند محمد تقي طبع طباعي سرکاري رسنیو ته ویلي چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

په الوتکه کې ۶۰ مسافر او شپږ د عملې غړي وو. تراوسه د پېښې سبب نه دی معلوم شوی.

د بیړنیو خدماتو ادارې مشر پیر حسېن کولیوند فارس خبري اژانس ته ویلي، د بیړنیو چارو ټول ځواکونو د امدادي کارونو لپاره تیار دي.

بلخوا د بیړنیو چارو ادارې ویاند مجتبی خالدي ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ځای ته یې یو هیلي کاپټر استولی دی. نوموړي زیاته کړه، الوتکه چې په کومه سیمه کې غورځيدلې هغه غرییزه ده او ورته د امبولانس ګاډو لېږل ناشونې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG