د اسراییلو پوځ وايي، جنګي الوتکو یې په غزه کې له هغې وروسته د حماس په اهدافو بریدونه کړي چې له فلسطین سر پر پوله د چاودنې له وجې د اسراییل څلور پوځیان زخمیان شول.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي، د خالي په ورځ د چاودنې له وجې د دوی دوه پوځیان سخت ژوبل شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې په غزه سیمه کې دا له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر ټولو لویه پېښه ده.
بلخوا د فلسطین وفا خبري اژانس ویلي، میزایلو د غزه ښار په ختیځ کې درې ځایونه په نښه کړي او کورونو ته یې زیان رسولی خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.