د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا، برتاينه او فرانس ايران ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې


امريکا، برتانيه او فرانس د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا ټينګار کوي چې ايران ته دې له دې کبله سزا ورکړي چې د دوی په وېنا د يمن حوثي ياغيانو ته يې ميزايل رسيدلي دي.

دې هېوادونو يادې شورا لپاره يو قراداد تيار کړی چې رويټرز خبري اژانس ته رسېدلی دی. د فرورۍ په ۱۷ دې اژانس د دغه قرارداد په حواله ويلي چې دغه ملکونو ويلي چې ايران بايد وغندل شي ځکه چې حوثي ياغيانو ته د خپلو ميزايلو د رسېدو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د دوی په خبره دا د ايران د مېزايلو پر پروګرام د نړيوالو بندېزونو څخه سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG