د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم عباسي: سياستوالو ته د عدالتونو سپکاوی نه شو منلی


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي په دې وروستيوو کې د هغه ګوند، مسلم لېګ (ن)‌ سياستوالو پر وړاندې د عدالتونو رويه ورته د منلو وړ نه ده.

نوموړي د فرورۍ په ۱۷مه د پنجاب په حافظ اباد کې يو سيمينار ته وويل چې قاضيان يا ججان بايد سياستوالو ته د مافیا او غلو خطاب ونه کړي.‌

تر دې مخکې د پاکستان نا اهله ګرځول شوي پخواني وزيراعظم او مسلم لېګ (ن)‌ مشر، نواز شريف ويلي وو چې د درغليوو په يوه مقدمه کې د احتساب يو عدالت جج ورته د غل او ډاکو خطاب وکړ.

نوموړي زياته کړې وه چې ججان بايد جانبداره ونه اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG