د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: په راتلونکو دوه کلونو کې باید ټول افغان کډوال هېواد ته ستانه شي


د افغانستان ولسمشر وایي، په راتلونکو دوه کلونو کې باید ټول افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شي.

اشرف غني دا خبره نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹ مې کالیزي د لمانځغونډې پر مهال وکړه.

"په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې هغه څه چې زه یې غواړم دا دي چې ټول افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راشي، موږ غواړو خپل ټول لومړیتوبونه بدل کړو څو افغان کډوال له پاکستانه بېرته راشي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغان حکومت نه غواړي د افغان کډوالو د کړنو په اړه پاکستاني چارواکو ته یوه پلمه پاته شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان کابینې د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو پخوانۍ موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG