د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران حکومت دې د اپوزيشن درې مشران خوشي کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ پر ایران غږ وکړ چې د اوو کلونو راهیسې په نظر بندۍ کې ساتل شوي د اپوزیشن درې مشران دې خوشې کړي.

دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د ۲۰۰۹م کال د ایران ولسمشريزو انتخاباتو کاندېدانو مهدي کروبي، میر حسېن موسوي د هغه مېرمن، او د بشري حقونو فعالې زهره رانه ورد د نیول کېدو اووه کاله پوره شول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دوامداره توګه د دغو کسانو نظر بند ساتل د نړیوالو ذمه واریو منافي عمل دی ځکه چې دغه کسان د نړیوالو حقونو له مخې د بې طرفه عدالتي کاروايي حق لري او بل دا چې بايد دا وګړي په یو طرفه ډول هم و نه نیول شي.

هغې وویل له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د دغو کسانو د نېول کېدو غندنه کوي او په سمدستي ډول یې د خوشي کېدو غږ کوي.

XS
SM
MD
LG