د جرمني بهرنيوو چارو وزير سيګمر ګېبرييل ويلي چې که سربيا د اروپايي ټولنې برخه کېدل غواړي نو بايد د کوسوو ازادي ومني.
نوموړي دا خبرې پرون په يوه خبري غونډه کې وکړي.
ګېبريل زياته کړه چې دا د سربيا په مخ کې په يورپي يونين کې د شاملېدو لپاره يو مهم شرط دی.
کوسوو پخوا د سربيا يوه صوبه وه چې لس کاله مخکې يې ازادي اعلان کړه. ۱۱۵ هېوادونه کوسوو د خپلواک هېواد په توګه مني.