د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې د عراق بيا رغونې لپاره د ۵ بيليونه ډالر مرستې وعده وکړه


د ترکيې ولسمشر طیب رجب اردوغان
د ترکيې ولسمشر طیب رجب اردوغان

په کویت کې د نړیوال کنفرانس برخه والو پرون د عراق د بیارغاونې لپاره د دیرش بلینه ډالرو مرستو ژمنه وکړه. عراقي چارواکو د اته اتیا بلینه ډالرو مرستې هیله لرله.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري فرانس پریس اژانس ته وویل، دوی تمه لرله چې ډیر کومک به ورسره وشي.

د مرستو تر ټولو ډیره ژمنه ترکیې کړې ده اوویلي يي دي چې په عراق کې به د ۵ بلینه ډالرو سرمایه کاري او مرستې کوي. بریتانیې تر لسو کالونو پورې هر کال د یو بلین ډالرو ، اروپاي ټولنې د نژدې پینځه سوه ملیونو ژمنې وکړې.

سعودي عربستان او قطر هم د مرستو ژمنې وکړې خو واشنګتن له عراق سره د نویو مرستو ژمنه ونه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG