د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیویارک عدالت يو افغان ته د عمر بند سزا اورولې


د سې شنبې پر ورځ د نیویارک ښار یو وفاقي عدالت هغه کس ته دوه واره د عمر قید سزا واوروله چې د ۲۰۱۶ز کال سېپټېمبر کې د یاد ښار په چیلسي سیمه کې په بم ایښودلو ککړ ګرځول شوی دی.

احمد خان رحیمي باندې تور دی چې بم یې خپله جوړ کړی وو او په چادولو یې ۳۰ کسان ژوبل شوي وو.

نوموړي یو بل بم هم ایښودی وو خو هغه نه وو چاودېدلی.

رحیمي ۳۰ کلن دی چې په افغانستان کې پیدا شوی، بیا یې د امریکا شهریت ترلاسه کړی دی او په نیو جرسي ایالت کې لوی شوی دی.

رحیمي د ۲۰۱۶ز کال په اکتوبر کې په اتو تورونو مجرم وګرځول شو چې پکې عوامي ځای کې د بمي چاودنې او د ګڼو خلکو وژنې د وسلې د استعمال تورونه هم شامل دي.

رحیمي عدالت ته وویل چې له هېچا نفرت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG