د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته ماتې وکړه


نن په شارجه کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ دريمه يو ورځنۍ [۵۰ اووريزه] کرکټ لوبه وشوه چې افغانستان په شپږو ويکټونو وګټله. زمبابوې لومړی بېټنګ وکړ او ټوله لوبډله يې پر ۱۵۴ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې افغانستان په ۲۸م اوور کې هدف پوره کړ او لوبه يې په شپږو ويکټونو وګټله. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو تر منځ دوې يو ورځنۍ لوبې شوي دي چې لومړۍ افغانستان او دويمه زمبابوې ګټلې ده.

داوړه هېوادونه به دوې نورې يو ورځنۍ لوبې کوي چې يوه به د روانې فيبروري مياشتې پر ۱۶مه او وروستۍ پر ۱۹مه نېټه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG