د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او هندي چارواکو يو بل سخت ګواښلي


هند پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د دوی تر انتظام لاندې کشمیر کې پر هندي عسکرو د وسله وال برید قیمت به ورکوي.

د هند دفاع وزیرې نيرمالا سیتارامان پرون [ډوشنبه] وويل چې د هند پوځ داسې معلومات لري چې دغه وسلوال له پاکستانه وراوښتي وو. هغېزیاته کړه، ډېر ژر به په دې اړه اسناد له پاکستان سره شریک کړي.

سیتارامان وایي، د فېبرورۍ پر ۱۰ مه نېټه په دغه وسلوال برید کې د دوی پنځه عسکر او یو عام تن وژل شوی او ۱۱ کسان ژوبل دي. په دغه برید کې درې وسلوال هم وژل شوي دي.

په دې غبرګون کې نن [سېشنبه] د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير ويلي چې د هند د هر ډول اقدام ځواب به په ورته ډول ورکړي.

سيتا رام ويلي و چې د هند تر انتظام لاندې کشمير کې بريد کوونکي په پاکستان کې له مېشتې وسلوالې ډلې جېش محمد سره تړاو لري خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

ياد وزارت په يو خپاره شوي بيان کې ویلي، دوی دا باور لري چې نړیواله ټولنه به د هندلخوا د پاکستان بدنامولو دې کمپاین ته پام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG