د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د داعش ډلې مشر ژوندی دی'


یو عراقي چارواکی وایي چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر اوسه ژوندی دی او نوموړی وروسته له هغې چې په هوایي برید کې ټپي شوی و، په شام کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د عراق دولتي ورځپاڼې الصباح د دوشنبې په ورځ د عراق د استخباراتو د مشر ابو علي البصري له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، موږ د دغې ترهګرې ډلې په دننه کې د سرچینو پر اساس کره شواهد او اسناد لرو چې البغدادي تر اوسه ژوندی دی او د شام په شمال ختیځ جزیره سیمه کې پټ دی.

د اسلامي دولت ډله سره له دې چې په وروستیو کې ډېره ځپل شوې د شام په الحسکه کې تر اوسه د پام وړ حضور لري.

د عراق د استخباراتو مشر ویلي چې البغدادي د شکرې پر ناروغۍ سربېره ټپي دی، پښتورګي او د پښو هډوکي ېې مات شوي چې له مرستې پرته په لاره نه‌شي تللی.

هغه وویل، البغدادي په عراق کې د داعش پر پیاوړو مرکزونو د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې ټپي شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG