د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: د ستنېدو پر مهال مرستې غواړو


د افغانستان په په خوست ولايت کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو مشرانو د دوشنبې پر ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، دوی د پاکستان د حکومت او د کډوالو له نړیوالې ادارې غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د بیرته ستنېدنې پر مهال لازمې مرستې وکړي.

دوی چې د خوست د کډوالو چارو ریاست په انګړ کې یې خبرې کولې، هغه خبرې هم بې اساسه وبللې چې ګواکې افغان حکومت د دوی د ستنېدنې مخه نیولې ده.

تر دې وړاندې پاکستانیو چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د مېشتو وزیرستانيو کډوالو د ستنېدنې بهیر د فبرورۍ پر شپږمه نېټه پیلېږي خو افغان چارواکو یې مخه نیولې ده.

په خوست کې د کډوالو د چارو مشر هاشم حلیم هم دغه تورونه رد کړي او وايي، دوی له کډوالو سره په ستنېدنه کې خپلې مرستې نه دي سپمولي.

دی وايي اوس هم ۷۰۰۰ ثبت شوې وزیرستاني کورنۍ په خوست ولایت کې استوګنې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG