د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د انقلاب ۳۹ مه کلیزه لمانځل کېږي


د فبرورۍ ۱۱ مه په ایران کې د اسلامي انقلاب د ۳۹مې کلیزې د ورځې په توګه لمانځل کېږي. ولسمشر حسن روحاني په سیاست کې د دخیلو ټولو خلکو څخه غوښتنه کړېده چې د ایران د ملي ګټو په خاطر دې یو موټي شي.

ایران په داسې حال کې دا ورځ لمانځي چې په هغه هېواد کې څو اوونۍ وړاندې د حکومت ضد احتجاجونه وشول. خو د یکشنبې په ورځ سلګونو زرو خلکو د حکومت لخوا جوړو شویو لاریونو کې برخه واخیسته او د امریکا او اسراییل ضد شعارونه یې ورکړل او د هغوی جنډو ته یې اور ورته کړ. مظاهره کونکي په تهران کې ازادۍ څلور لارې ته ولاړل چیرته چې ولسمشر حسن روحاني هم وینا وکړه.

XS
SM
MD
LG