د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: په شام کې دې تاو تریخوالی ختم کړل شي


د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرس
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرس

پراګ ـ د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرس په شام کې په سمدستي توګه تاوتريخوالي کې د کمولو غوښتنه وکړه.

دا له هغې وروسته ده چې اسراییل په شام کې دننه هوایي بریدونه ترسره کړل.شام له ۲۰۱۱ز کال راهيسې کورنۍ جګړي سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجرارک بد شنبې په شپه په یوه بیان کې ویلي چې ګوتیرس په شام کې د پوځي تاوترپخوالي اندښمن کړي او دا خطرناک حالات نورو سيمو ته هم زيان رسولي شي.

وياند ووويل چې په شام کې ټول ګوندونه او سيميز هېوادونه بايد نړيوال قوانين ومني او له تشدده لاس واخلي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي چې د فبرورۍ په ۹ مه اسراییلو وویل چې د دوی یوه F-16 جنګي الوتکه په شام کې نسکوره کړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG