د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني یو عدالت يو افغان پناه غوښتونکي ته د عمري بند سزا اورولې


د قتل په جرم پېژندل شوی افغان د جرمني په يو عدالت کې
د قتل په جرم پېژندل شوی افغان د جرمني په يو عدالت کې

د بريتانوي ورځپاڼې ډېلي مېل په حواله، مجرم یوه ۳۸ کلنه افغان کډواله چې د څلورو ماشومانو مور وه او عیسوي دین ته اوښتې وه، په چاړه وهلې او وژلې وه.

ویل کېږي چې مجرم د یو سوپرمارکېټ مخ ته دغه ښځه ۱۶ واره په چاړه وهلې وه. د ښځې دوه ماشومان د دې پېښې شاهدان وو.

څارنوالانو ویلي چې مجرم د تېرکال (۲۰۱۷م) په اپرېل میاشت کې له اسلامه د دې ښځې پر اوښتو غصه شوی و او پر هغې يې حمله کړې وه.

د څارنوالانو په وینا، قاتل ۳۰ کلن دی خو شناخت يېنه دی څرګند شوی.

په جرمني کې د قانون له مخې، په عمري بند محکوم وګړی د ۱۵ کلونو زنداني تېرولو وروسته کولای شي چې د ازادۍ خواست وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG