د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي لاريون کوونکو د مشال په قتل کې د سزا شوو د خلاصون غوښتنه کړې


په مردان کې د جمعې په ماسپښين د تحفظ ختم نبوت، جماعت اسلامي او جمعيت علما اسلام (ف ډلې) زرګونو غړو خپل لاريون له پاکستان چوک څخه پېل کړ او پر کاټلنګ چوک يې پای ته ورساوه. دوی نه يوازې مشال خان مذهب ته په سپکاوي تورن کړ بلکې د هغه پر ملاتړ کوونکو يې غږ وکړ چې که کولای شي نو دوی دې له لاريونه راوګرځوي.

ګډونوالو د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د سزا شوو ۳۱ کسانو د خلاصون غوښتنه کوله. په دې لاريون کې له هغو ۲۶ کسانو څخه ځینې شريک وو چې د چارشنبې په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په دې مقدمه کې خوشي کړي وو. له خوشي کېدو وروسته پر مردان موټر وې اېکسچېنج د مذهبي ګوندونو سلګونو غړو د هغوی تود هرکلی کړی و.

په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعال او د پښتونخوا ولسي تحريک مشر سيد عالم مسود وايي چې تر څو رياست خپلې پاليسۍ نه وي بدلې کړي تر هغو به دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي. د نوموړي په خبره په ټولنه کې د هغو خلکو په ضد راوتل په کار دي چې ولس له علم او امن څخه ليرې کوي.

سيد عالم مسود زياتوي، د شعر و ادب، ولسي غونډو او جرګو، د سولې لاريونونو او تنظيمونو له لارې دا ډول خلکو ته ماتې ورکول کېدای شي. نوموړی زياتوي، پښتني ټولنه امن او سولې ته اړتيا لري او د همدغه تلقين اسلام او قران هم کوي.

مشال خان د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون مخ ته بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور لومړی په ډزو او وروسته په وهلو ټکلو وواژه. خو وروسته پوليسو او ګډې پلټنيزې ډلې وويل چې مشال خان مذهب ته سپکاوی نه و کړی بلکې هغه د يو سازش له مخې وژل شوی دی. د نوموړي د وژنې په تور ۵۷ کسان نيول شوي وو. د تيرې چارشنبې په ورځ د هغه د وژنې په مقدمه کې عدالت يو کس ته د پانسۍ، پنځو ته د ټول عمر او ۲۵ کسانو ته د درو او څلورو کلونو د بند سزا واورول او پاتې ۲۶ يې خوشي کړل.

بلخوا د مشال خان پلار محمد اقبال د عدالتي فيصلې په غبرګون کې ويلي چې هغه به د خوشي شوو کسانو په ضد په عدالت کې اپيل کوي.

XS
SM
MD
LG