د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې خپل فعالیت زیاتوي


امریکا په عراق او شام کې د داعش پر ضد د بریالیتوبونو نه وروسته افغانستان ته د خپلو جنګي او استخباراتي اثاثو منتقل کول پیل کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي هوايي ځواکونو میجر جنرل جیمس هیکر د چارشنبې پر ورځ له کابله د ټیلي کانفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د پوځ مرکزي کمان د روانې میاشتې له پیل سره په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه خپل تر ټولو مهم کار بللې دی.

نوموړي زیاته کړی چې د دې یوه لویه ګټه به دا وي چې په افغانستان کې له ایتلافي ځواکونو سره به د امریکا د استخباراتي ادارو مرستې ډیرې شي چې له کبله به يې پوځ په هېواد کې د بریدونو لپاره هدفونه په ښه طریقه په نښه کولې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG