د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې نن د پنجشنبې په ورځ د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مظاهره کړې.

دوی په روغتونونو کې د معياري اسانتېاوو او د ميډيکل يا طب تازه فارغه شوو ته د ځانګړو زده کړو لپاره د سکالرشپونو غوښتنه وکړه.

په احتجاج کې شامل يو تن، ډاکټر محمد یاسر نن خبريالانو ته وويل چې حکومت دوی ته له نهو میاشتو راهيسې تنخا نه ده ورکړې چې ژر تر ژره يې بايد ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې په روغتونونو کې دې د ټيسټونو لپاره ليبارټريز يا لابراتوارونه جوړ شي.

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG