د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ وايي د ترهګرۍ ضد هڅو ته دوام ورکوي


د چارشنبې پر ورځ، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ کې په پېنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډه وشوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په يوه بيان کې ویلي، په غوڼده کې پر سيمه اييزو حالاتو او په ځانګړې توګه د امريکا د امنيتي پاليسيو په تناظر کې بحث وشو.

په خبر پاڼه کې راغلي چې په هېواد کې دننه د رد الفساد په نوم د پوځي عملياتو او د هند لخوا د کڼټرول پر کرښه د اور بند پر سرغړونو هم خبرې وشوې.

بيان وايي، پوځي مشران د ترهګرۍ ضد هڅو پر دوام سله شول.

دا د پاکستان د پوځي کمانډارنو ۲۰۸مه غونډه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG