د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د وژنې د پېښې ملزم نیول شوی: پولیس


ډېره اسماعیل خان
ډېره اسماعیل خان

د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليسو ويلي، په شېخ يوسف اډه کې د اتوار پر ورځ د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې د ځوان د وژنې په پېښه کې ککړ مهم کس یې نیولی دی.

پوليسو په يوه خبر پانه کې ويلي، په اډه کې د ځوانانو تر نښتې وروسته ډزې شوې وې چې پکې یو کس وژل شوی او بل ژوبل وو.
پولیسو ویلي، د نهې پر ورځ یې ککړ کس شېر خان مسود نیولی او د نورو په لټه دي.

د اتوار پر ورځ تر پېښي وروسته پارېدلو خلکو دوه کورونه او ګاډي سوځلي ول.

رسنۍ وايي، وزیرو په جي پي او چوک کې پولیسو ته د ککړ کس د نیولو لپاره د دوو ورځو نېټه ورکړې وه چې تر تېرېدو وروسته یې مظاهره وکړه او د تورن کس کور یې وسوځاوه.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې کې ښودل شوي چې پارېدلي کسان کور او ګاډو ته اور اجوي او تور یې پورې کړی وو چې دا د وسله والو کور وو.

پولیس وايي، د هغو کسانو پر ضد به هم کارروايي کوي چې کورونه یې سوځلي او د قانون سرغړونه یې کړې.

د پولیسو بیان زیاتوي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې قانون په لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG