د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې پر پاکستاني پوځ وسله وال برید دوه عسکر وژلي


د شمالي وزیرستان چارواکي وایي د سېشنبې په شپه په میرلي کې ناڅرګندو وسله والو د امنیتي سرتېرو په ګشتي ډلې ډزي کړې چې پکې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چې د امنیتي عسکرو ګاډې د میرلي ایدک په سیمه کې روان وو چې پرې ډزې وشوې او زیاتوي بریدګر تر پېښې وروسته تښتېدلې او په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.

د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان د پوځ تر کنټرول لاندې راغلي او ۹۰ فیصده زیات کډوال هم خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي دي، خو په دې وروستیو کې په میر علي کې دغه څلورم برید دي چې د سړکغاړې بمي بریدونو یا د نامالومو وسله والو لخوا د ډزو په صورت کې مخې ته راځي.

د تېرې شپې د پېښې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان عبدالله وزیرستاني منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG